د افغانستان د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد د ایران راډیو د پښتو برخې سره په مرکه کې اعلان وکړ چې که امریکا پر ایران برید وکړي، “د افغانستان خلک چمتو دي چې د خپلې وړتیا تر حده، که وغواړي، د ایران له ملت سره خواخوږي او همکاري وکړي.”
مجاهد زیاته کړه چې ایران د صهیونیسټ رژیم سره ۱۲ ورځنۍ جګړه وګټله او دا ځل به هم وګټي؛ ځکه چې “وړتیا لري، حق لري او د ځان د دفاع حق لري.”
په ورته وخت کې، هغه هیله څرګنده کړه چې د ایران او امریکا ترمنځ جګړه به ونشي او ټینګار یې وکړ چې افغانستان د دواړو هېوادونو ترمنځ د جګړې او شخړې په ګټه نه دی.
دا څرګندونې په داسې وخت کې راځي چې د ایران او امریکا د اټومي خبرو اترو بیا پیل شوی، مګر په ایران باندې د امریکا د برید او شخړې د احتمال په اړه اندیښنې دوام لري.
د خبرونو اړوند ویډیو د لاندې لینک څخه وګورئ
https://t.me/SafirTelevision1/28863








