افغانستانویډیويي راپور
تاج پوهنتون په مزار شریف کې یتیمانو او اړمنو زده کونکو ته د زده کړې بستې ویشي
د تاج خصوصي پوهنتون چارواکي د څو سوداګریزو شرکتونو په مالي ملاتړ سره، د خپل بشردوستانه او خیریه اقدام په دوهم پړاو کې، په مزار شریف کې ۱۰۰ یتیمانو او اړمنو زده کونکو ته د زده کړې بستې ویشلو کې بریالي شول.
د دې پوهنتون د چارواکو په وینا، د دې پروګرام اصلي هدف د یتیمانو او اړمنو ماشومانو تسلیت، د دوی د زده کړې ملاتړ، او همدارنګه د هیواد د نیکو او خیریه خلکو په منځ کې د اړمنو سره د مرستې او همکارۍ کلتور رامینځته کول دي.







