سیمه
د غزې په شمال او جنوب کې د اسراییلو د بې پیلوټه الوتکو په بریدونو کې ۸ تنه شهیدان شوي
د غزې په شمال کې د “فلوجه” په سیمه کې د کډوالو په خیمه کې د اسراییلي اشغالګرو ځواکونو د بې پیلوټه الوتکې برید وروسته څلور کسان شهیدان شوي دي.
د غزې په جنوب کې د خان یونس ښار د النصر روغتون یوې روغتیایی سرچینې هم اعلان وکړ چې د خان یونس په جنوب کې د اسراییلي پوځ د بې پیلوټه الوتکې برید کې د یو ماشوم په ګډون څلور نور کسان شهیدان شوي دي.
د دې بریدونو سره، د غزې په شمال او جنوب کې د اسراییلو د بې پیلوټه الوتکو بریدونو په پایله کې د شهیدانو شمیر نن (یکشنبه، د فبروري ۱۶) ۸ تنو ته ورسید.
د لاندې لینک څخه د خبرونو پورې اړوند ویډیو وګورئ
https://t.me/SafirTelevi








