سیمه
د عمران خان روغتیايي حالت: د پاکستان حکومت روغتون ته د لیږدولو پریکړه وکړه
د پاکستان حکومت پریکړه کړې چې پخوانی لومړی وزیر عمران خان د درملنې لپاره روغتون ته ولیږدوي.
د پاکستان د پارلماني چارو وزیر طارق فضل چوهدري د پاکستان تحریک انصاف ګوند له غړو څخه غوښتنه کړې چې د عمران خان د روغتیا مسله سیاسي موضوع نه کړي.
دا دوه ورځې وروسته له هغه راځي چې د پاکستان تحریک انصاف ګوند، د پاکستان د اساسي قانون ساتنې غورځنګ سره یوځای، په اسلام آباد کې لاریونونه پیل کړل او غوښتنه یې وکړه چې حکومت دې سمدلاسه عمران خان د درملنې لپاره روغتون ته ولیږدوي.
د پاکستان تحریک انصاف ګوند مخکې اعلان کړی و چې عمران خان په خپله ښي سترګه کې شاوخوا ۸۵ سلنه لید له لاسه ورکړی دی.








