افغانستان
IOM: په ۶ ولایتونو کې د وروستیو بارانونو له امله زیانمن شویو ۶۸۱ کورنیو ته بیړنۍ مرستې
د کډوالۍ نړیوال سازمان (IOM) اعلان وکړ چې په افغانستان کې یې د وروستیو درنو بارانونو او سیلابونو له امله زیانمن شویو ۶۸۱ کورنیو ته بیړنۍ مرستې چمتو کړې دي.
په دې مرسته کې اړین توکي لکه خواړه، لنډمهاله خیمې، کمپلې، طبي توکي او نور لومړني اړتیاوې شاملې دي او په کنړ، پکتیا، پکتیکا، پروان، کندهار او هرات ولایتونو کې زیانمنو شویو کورنیو ته ویشل شوي دي.
IOM ټینګار وکړ چې دا اقدام د مرستې غوښتنو او ساحوي ارزونو ته په چټک ځواب کې ترسره شوی ترڅو په زیان منونکو سیمو کې د طبیعي پیښو له امله د معیشت ستونزو او بې ځایه کیدو د زیاتوالي مخه ونیول شي.
IOM په سیلاب ځپلو سیمو کې د وضعیت دوامداره څارنه او د اسلامي امارت او بشري شریکانو سره د نږدې همکارۍ اعلان وکړ ترڅو بیړنیو اړتیاوو ته په مؤثره توګه ځواب ووایی.








