افغانستاننړۍ

جاپان د پولیو په وړاندې د افغان ماشومانو د واکسین کولو لپاره ۶.۳ میلیونه ډالر مرسته کوي

د ملګرو ملتونو د ماشومانو وجهي صندوق (یونیسف) اعلان وکړ چې د جاپان حکومت د پولیو د له منځه وړلو لپاره افغانستان ته ۶.۳ میلیونه ډالر مرسته کړې ده.

دا مرسته د جاپان د نړیوالې همکارۍ ادارې (JICA) له لارې یونیسف ته ورکړل شوې او د افغانستان څخه د پولیو ویروس په بشپړه توګه د له منځه وړلو لپاره د نړیوالو هڅو یوه برخه ده.

یونیسف ټینګار وکړ چې د دې مرستې سره به په راتلونکو ۱۲ میاشتو کې په ټول هیواد کې له پنځو کلونو څخه کم عمره ۱۲ میلیونه ماشومان د پولیو واکسین ترلاسه کړي.

دا اقدام په داسې وخت کې کیږي چې افغانستان د هغو څو پاتې هیوادونو څخه دی چې د پولیو پیښې یې راپور شوي، او پراخه او دوامداره واکسین کول د ماشومانو د ساتنې او د ویروس د بیا خپریدو مخنیوي لپاره اړین ګڼل کیږي.

اړونده مقالې

نظرونه اضافه کړئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button