نړۍ
د امریکا پوځ په ارام سمندر کې د مخدره توکو د قاچاق شکمنه کښتۍ په نښه کړه؛ دوه کسان ووژل شول
د امریکا پوځ د دوشنبې په ورځ په ختیځ ارام سمندر کې د مخدره توکو د قاچاق په شک یوه کوچنۍ کښتۍ په نښه کړه، چې دوه کسان یې ووژل.
د امریکا جنوبي قومانده (SOUTHCOM) ادعا وکړه چې کښتۍ د امریکا لخوا ټاکل شوي ترهګریز سازمان تر کنټرول لاندې وه او د مخدره توکو د قاچاق په پیژندل شویو لارو کې یې فعالیت کاوه.
دا په دې میاشت کې دوهم برید دی، او امریکایي چارواکو ویلي چې د ۲۰۲۵ کال د سپتمبر له ۲مې راهیسې، په کارابین او ختیځ ارام سمندر کې د شکمنو کښتیو په وړاندې لږترلږه ۳۸ ورته بریدونه ترسره شوي دي.
دا عملیات د مخدره توکو د قاچاق شبکو او هغه څه چې دا یې “اړونده ترهګریز ګواښونه” بولي، د مبارزې لپاره د امریکا د پراخو هڅو یوه برخه ده.
د خبرونو پورې اړوند ویډیو په لاندې لینک کې وګورئ
https://t.me/SafirTelevi








