نړۍ
امریکا ملګرو ملتونو ته د ملیاردونو ډالرو پور ورکول پیل کوي
په ملګرو ملتونو کې د امریکا سفیر مایکل والټز اعلان وکړ چې واشنګټن د ملګرو ملتونو ته د ملیاردونو ډالرو پاتې پورونو د تصفیې لپاره لومړني تادیات پیل کړي دي.
د رویټرز د راپور له مخې چې د شنبې په ورځ (۱۸ سلواغه ۱۴۰۴) خپور شو، والټز ټینګار وکړ چې تادیات به په راتلونکو اونیو کې ترسره شي او په ورته وخت کې یې د ملګرو ملتونو په جوړښت او فعالیت کې د بنسټیزو اصلاحاتو اړتیا باندې ټینګار وکړ.
دا اقدام په داسې وخت کې کیږي چې متحده ایالات له کلونو راهیسې د ملګرو ملتونو یو له لویو مالي پور ورکوونکو څخه دی او د سازمان د منظم بودیجې تادیات یې ننګولي دي.








