افغانستاننړۍ

د افغانستان لپاره د هېوادونو د ځانګړو استازو د تماس ډلې راتلونکې غونډه به د فبروري په ۱۶مه په آستانه کې ترسره شي

په ازبکستان کې د قزاقستان سفارت اعلان وکړ چې د افغانستان لپاره د هېوادونو د ځانګړو استازو د تماس ډلې راتلونکې غونډه به د فبروري په ۱۶مه (۲۰۲۶) د قزاقستان په پلازمېنه آستانه (نور سلطان) کې ترسره شي.

دا موضوع د افغانستان لپاره د ازبکستان جمهوریت د ځانګړي استازي عصمت الله ارګاشیف او په ازبکستان کې د قزاقستان جمهوریت سفیر بیبوت اتمکولوف د غونډې په جریان کې راپورته او بحث شوه.

په دې غونډه کې، د افغانستان د اقتصادي او بشري وضعیت د بیاکتنې سربیره، دواړو خواوو د سیمې د سوداګرۍ او اقتصادي اړیکو کې د افغانستان د ادغام پر اړتیا ټینګار وکړ، چې دا د سیمې د ثبات او دوامداره پرمختګ لپاره اړین ګڼل کیږي.

اړونده مقالې

نظرونه اضافه کړئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button