د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین او د سعودي ولیعهد محمد بن سلمان په ټیلیفوني خبرو کې په سیاسي، اقتصادي، سوداګریزو او بشري برخو کې د دوه اړخیزو همکاریو د پیاوړتیا او پراختیا ټینګار وکړ.
د کریملین د رسمي بیان له مخې، دواړو مشرانو د اوپیک+ په چوکاټ کې د ګډې همکارۍ د پرمختګ او د انرژۍ په نړیوالو بازارونو کې د ثبات او توازن ساتلو لپاره د دوامداره هڅو په اړه بحث وکړ.
د رویټرز خبري اژانس دا هم راپور ورکړی چې په دې ټیلیفوني اړیکه کې دوه اړخیزې اړیکې او وروستي سیمه ایز او نړیوال پرمختګونه هم وڅېړل شول.








