سیمه
ناڅرګندو وسله والو د پیښور ته نږدې د داعش پر پټنځای برید وکړ؛ ۱۱ غړي یې ووژل او ۳ نور یې ټپیان کړل
ناڅرګندو وسله والو تیره شپه د پاکستان په قمبرخیل باړه سیمه (پیښور ته نږدې) کې د داعش پر پټنځای برید وکړ، چې له امله یې د داعش ۱۱ غړي ووژل شول او ۳ نور ټپیان شول.
د راپورونو له مخې، په برید کې ډیری وژل شوي بهرنيان وو چې د تیر کال د نومبر په وروستیو کې د جبرمیلا په سیمه کې د ډرون بریدونو له امله د دوی مرکزونه په نښه شوي وو.
امنیتي سرچینو وویل چې د داعش هغه عناصر چې د مستونګ سیمې څخه تښتیدلي وو اوس هڅه کوي چې د خیبر ایجنسۍ په غرنیو سیمو کې خپل فعالیتونه بیا پیل کړي.
المرصد خبري اژانس هم د سیمه ییزو سرچینو په حواله راپور ورکړی چې تیره شپه د قمبرخیل باجوړ په شینکو سیمه کې د داعش پر پټنځای د نامعلومو وسله والو له خوا برید شوی، چې له امله یې د داعش ۱۱ غړي وژل شوي او درې نور ټپیان شوي دي.








