د اسلامي امارت په کابینه کې نوې ټاکنې؛ مولوي ذبیح الله مجاهد د ۱۹ لوړ پوړو چارواکو د ګمارنې اعلان وکړ
د افغانستان د اسلامي امارت ویاند مولوي ذبیح الله مجاهد د ایکس شبکې په یوه مطبوعاتي اعلامیه کې اعلان وکړ چې د اسلامي امارت د مشر د فرمان پر بنسټ، د ولایتي، وزارتي او عمومي ریاست په کچه نوې ټاکنې شوې دي.
د مطبوعاتي اعلامیې له مخې، مهمې ټاکنې په لاندې ډول دي:
– شیخ عزیز الرحمن منصور د پروان ولایت د والي په توګه
– مولوی ترجان احمدي د دایکندي ولایت د والي په توګه
– حاجی ارسلا خروټي د کلیوالي سیمو د بیارغونې او پراختیا وزارت د مرستیال وزیر په توګه
– مولوی محمد رباني ناصح د ښاري پراختیا او کور جوړونې وزارت د مالیې او ادارې مرستیال په توګه
– مفتي محمد طاهر احمد د جهادي اثارو د ساتنې عمومي رییس په توګه
– مولوی نذیر احمد ناصر د چارو د ادارې عمومي ریاست د څارنې او پالیسۍ مرستیال په توګه
– مولوی عبدالباري عاطف د لومړي وزیر د دفتر د عمومي ریاست د عامه اړیکو مرستیال په توګه
– مولوی امین الله طیب د پکتیکا ولایت د پولیسو د قوماندان په توګه
– مولوی نجیب الله بدخشي د نیمروز ولایت د عمومي رییس د مرستیال په توګه
– ملا نجیب الله رفیع د سترې محکمې د عمومي واحدونو د قوماندان په توګه
– مولوی محمدالله د دفاع وزارت د ملاتړ لوا د مرستیال عمومي قوماندان په توګه بارا
– قاري عبدالستار سعید د جهادي اثارو د راټولولو او تنظیمولو د رییس په توګه
– قاري احمدالله سعید د جهادي اثارو او اسنادو د ثبت د څانګې د رییس په توګه
– حافظ مولوي سید نور احمد سعید د جهادي خپرونو او کتابتون د څانګې د رییس په توګه
– مولوی محمد عوض سعید د کندهار زون د پولیسو د تعلیم او روزنې مرکز د قوماندان په توګه
– مفتي محمد ادریس انوري د اداري عمومي ریاست د کلتوري او ټولنیزو چارو د رییس په توګه
– مولوی ریاض الله حقاني د کندهار ولایت د احصایې او معلوماتو د رییس په توګه
– مولوی مطیع الله فاروقي د سترې محکمې د امنیتي واحدونو د ملکي مرستیال په توګه
– مولوی عبدالرازق شاکر د فاریاب پوهنتون د رییس په توګه
دا ټاکنې د اسلامي امارت په جوړښت کې د اداري او مدیریتي بدلونونو یوه برخه ده چې د ولایتونو، وزارتونو او اړوندو ادارو د مدیریت د پیاوړتیا په هدف ترسره شوي دي.








