افغانستان

د اسلامي امارت د اقتصاد مرستیال د ترکمنستان له لوړ پوړي پلاوي سره لیدنه وکړه

د هرات ولایت د رسنیو دفتر اعلان وکړ چې د افغانستان د اسلامي امارت د اقتصاد مرستیال د لومړي وزیر مولوي عبدالکبیر د لوړ پوړي پلاوي په مشرۍ دې ولایت ته رسیدلی دی.

د دفتر د معلوماتو له مخې، د دې سفر موخه د ترکمنستان د لوړ پوړي پلاوي سره لیدنه او خبرې اترې دي چې مشري یې د دغه هېواد د لومړي وزیر مرستیال رشید مرادوف کوي.

په دې دوه اړخیزه غونډه کې به دواړه لوري د ټاپي ګاز پایپ لاین پروژې (ټاپي) د پرمختګ، د برېښنا د لېږد پروژې، او د افغانستان او ترکمنستان ترمنځ د سوداګرۍ، ټرانزیټ او اقتصادي همکاریو د پراختیا په اړه بحث وکړي.

دا غونډه په داسې وخت کې ترسره کیږي چې دواړه هېوادونه د اقتصادي او ټرانزیټ اړیکو پیاوړتیا د ګډ لومړیتوب په توګه ټینګار کوي، او د ټاپي او برېښنا د لېږد پروژې د انرژۍ رسولو او سوداګرۍ پراختیا لپاره له مهمو سیمه ییزو پروژو څخه ګڼل کیږي.

اړونده مقالې

نظرونه اضافه کړئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button