په ۱۴۰۴ کال کې له کندهار څخه نړیوالو بازارونو ته د ۲۳۰۰۰ ټنو انارو صادرات
د کندهار ولایت سیمه ییزو چارواکو اعلان وکړ چې په روان هجري لمریز کال (۱۴۰۴) کې له دې ولایت څخه نږدې ۲۳۰۰۰ ټنه انار بهرنیو هیوادونو ته صادر شوي دي.
د کندهار ولایت مقام مطبوعاتي دفتر په یوه مطبوعاتي اعلامیه کې اعلان وکړ چې دا صادرات د کندهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست او د سوداګرۍ او پانګونې ولایتي خونې سره په همغږۍ ترسره شوي او د ملي سوداګرو لخوا نړیوالو بازارونو ته لیږل شوي دي.
د سرچینې په وینا، د لومړي ځل لپاره ۲۰ ټنه انار قطر ته صادر شوي، او پاتې نور یې پاکستان، هند، سعودي عربستان، مالیزیا، ازبکستان، روسیې، قزاقستان او متحده عربي اماراتو ته صادر شوي دي.
د انارو د صادراتو دا لوړه کچه د کندهار د باغدارۍ د تولید او صادراتي ظرفیت د ودې او د هیواد د کرنیزو محصولاتو لپاره د نړیوالو بازارونو د پراخولو لپاره د افغان سوداګرو د هڅو ښودنه کوي.








