د پاکستان د پوځ پخوانی افسر او مشهور خبریال عادل راجا د خیبر پښتونخوا په تیراه سیمه کښې د پاکستان د پوځ د عملیاتو په غبرګون کښې وویل د پوځ اصلی هدف له چرس او نشه ایزو موادو سره مبارزه نه ده.
راجا په ایکس باندې په یوه پوسټ کې لیکلي، “د پاکستان پوځ غواړي په تیرا کې ستراتیژیک لاسرسۍ ترلاسه کړي ترڅو د داعش له لارې د افغانستان په وړاندې وکاروي.”
د پاکستان پوځ په تیرا کې پوځي عملیات پیل کړي او سلګونه کورنۍ یې له خپلو کورونو بې ځایه کړي دي.
پوځ ادعا کوي چې دا عملیات د ترهګرو ډلو پر ضد دي، خو انتقاد کوونکي او ځايي اوسېدونکي وايي چې دا کار پر ځايي خلکو فشار دی او بې ځایه بې ځایه کول دي.
عادل راجا چې په تېرو کلونو کې یې د پاکستان پر پوځ سختې نیوکې کړې، دا ځل یې هم د دغو عملیاتو تر شا سیاسي او ستراتیژیک اهداف په ګوته کړل او ویې ویل چې دا کړنې د سیمې ثبات نور هم له خطر سره مخ کوي.
تر اوسه د پاکستان پوځ یا حکومت په رسمي ډول دغو ادعاوو ته غبرګون نه دی ښودلی.








