سپورت

د افغانستان د فوټسال ملي لوبډله نن له سعودي عربستان سره مخ کیږي

د افغانستان د فوټسال ملي لوبډله به نن، چهارشنبه (۸ سلواغه ۱۴۰۴) د ۲۰۲۶ کال د اسیا د فوټبال جام په ګروپ مرحله کې له سعودي عربستان سره مخ شي.

دا مهمه لوبه به په کوربه هیواد، اندونیزیا کې ترسره شي او د ځایي وخت په ۱۰:۳۰ بجو به پیل شي.

د افغانستان ملي لوبډله د سیالۍ په ډي ګروپ کې له سعودي عربستان، مالیزیا او ایران سره ده.

د اسیا د فوټبال اتلولي پرون په رسمي ډول په اندونیزیا کې پیل شوه، او زموږ ملي لوبډله په خپله لومړۍ لوبه کې د مطلوبې پایلې ترلاسه کولو په لټه کې ده.

اړونده مقالې

نظرونه اضافه کړئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button