د افغانستان د فوټبال فدراسیون رییس او د فیفا د تخنیکي او پراختیایي کمیټې غړي محمد یوسف کارګر په مالیزیا کې د آسیا د فوټبال کنفدراسیون (AFC) په رسمي غونډه کې مهمې لاسته راوړنې ترلاسه کړې.
د هیواد د فوټبال فدراسیون د رسمي سرچینو په وینا، کارګر په دې غونډه کې په هرات او غزني ولایتونو کې د فوټبال د دوو مهمو ډګرونو د بیارغونې لپاره د قراردادونو په تصویب کې بریالی شو؛ په لوګر ولایت کې د نوي سپورتي ډګر د جوړولو پروژه هم تصویب شوه.
سربیره پردې، په کندهار او بلخ ولایتونو کې د فوټبال د څو کوچنیو ډګرونو د جوړولو پروژه خپل وروستي پړاو ته رسیدلې او ډیر ژر به پلي شي.
په بدخشان ولایت کې د نوي لوبغالي د جوړولو او د کابل د لوبغالي د بیارغونې لپاره هم خبرې روانې دي، او پدې برخه کې ښه پرمختګ شوی دی.
دا لاسته راوړنې په داسې حال کې ترلاسه شوې چې د افغانستان د سپورت زیربنا د کلونو جګړو او د بودیجې نشتوالي له امله له جدي ستونزو سره مخ ده، او د فوټبال ډیری ډګرونه او لوبغالي بیارغونې یا نوي جوړونې ته سخته اړتیا لري.
- د هیواد د فوټبال فدراسیون مشر دا بریالیتوبونه د آسیا فوټبال کنفدراسیون او فیفا سره د دوامداره هڅو او همکارۍ پایله وبلله، او هیله یې څرګنده کړه چې دا پروژې به د فوټبال په پراختیا، د ځوانانو ګډون زیاتولو او په ټول هیواد کې د سپورت کچه ښه کولو کې مرسته وکړي.








