Uncategorized
په لوګر کې د سربند او کیشان کانال پروژې عملیات؛ ۶۰۰ هکتاره ځمکه به خړوبه شي
د افغانستان د اسلامي امارت د اوبو او انرژۍ وزارت اعلان وکړ چې د لوګر ولایت د چرخ ولسوالۍ د سربند او کیشان کانال پروژه په رسمي ډول پیل شوه.
د وزارت د مطبوعاتي اعلامیې له مخې چې د چهارشنبې په ورځ (۱۷ مرغومې ۱۴۰۴) په ایکس پاڼه کې خپره شوه، د دې پروژې په بشپړیدو سره به ۶۰۰ هکتاره کرنیزه ځمکه خړوبه شي او شاوخوا ۲۰۰۰ کورنۍ به یې له ګټو څخه ګټه پورته کړي.
دا پروژه د ۱۴۳ زره امریکایي ډالرو په لګښت او د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې سازمان (FAO) په مالي مرسته د لوګر ولایت د اوبو او انرژۍ ریاست تر څارنې لاندې پلي او بشپړه شوه.
د اوبو او انرژۍ وزارت ټینګار وکړ چې دا ډول پروژې به د اوبو د زیربناوو د پراختیا او په هیواد کې د بزګرانو د ژوند د ښه والي سره سم دوام وکړي.






