افغانستان
په فاریاب کې د لاسي بم په چاودنه کې یو ځوان ووژل شو
د فاریاب ولایت د پولیسو قومانداني اعلان وکړ چې د دې ولایت په قیصار ولسوالۍ کې تېره شپه د لاسي بم په چاودنه کې یو ۲۸ کلن ځوان خپل ژوند له لاسه ورکړ.
د فاریاب د پولیسو قومانداني ویاند مولوي عبدالله مرادي له رسنیو سره په یوه مرکه کې تایید کړه چې د قیصار ولسوالۍ د زیارت ګاه کلي اوسیدونکی ۲۸ کلن سید صفی الله د لاسي بم په چاودنه کې مړ شو.
د پولیسو په وینا، پیښه هغه وخت رامنځته شوه کله چې مړی په خپل خوب خونه کې د لاسي بم سره په لوبې بوخت و.
ویاند زیاته کړه چې د پیښې په اړه تحقیقات پیل شوي دي.








