افغانستان
تېر کال بزګرانو او مالدارانو ته نږدې ۲ میلیارده افغانۍ اسلامي تمویل ورکول
د حکومت مرستیال ویاند ملا حمدالله فطرت اعلان وکړ چې تېر کال د کرنې پراختیایي صندوق له خوا د مرابعه او مضاربه خدماتو له لارې بزګرانو، مالدارانو او خصوصي سکتور ته نږدې ۲ میلیارده افغانۍ اسلامي تمویل ورکړل شو.
دا تمویل په هیواد کې د کرنې او مالدارۍ سکتور د ودې په هدف ترسره شو.
مرستیال ویاند زیاته کړه چې تیر کال د هیواد په ۳۴ ولایتونو کې د غنمو، وریجو او جوارو ۲،۵۰۳ نندارتوني پلاټونه هم جوړ شوي وو.
هغه ټینګار وکړ چې په روان لمریز کال کې د بلخ، هرات، تخار، کندز او بغلان ولایتونو څخه د ۵۰۰ ملیون افغانیو په ارزښت ۲۱،۴۰۰ ټنه غنم اخیستل شوي او په سیلونو کې ساتل شوي دي.
دا اقدامات د خوړو د ځان بسیاینې د پیاوړتیا او د هیواد د کرنې سکتور د پراختیا لپاره شوي دي.








