افغانستان

د افغانستان او پاکستان د سوداګرۍ خونو دوهمه آنلاین غونډه د سوداګریزو لارو د بیا پرانیستلو لپاره

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې پرون (یکشنبه) د پاکستان د سوداګرۍ او صنایعو خونې سره خپله دویمه آنلاین غونډه وکړه ترڅو د دواړو هیوادونو ترمنځ سوداګریزې لارې بیا پرانیزي.

د هیواد د سوداګرۍ او پانګونې خونې عمومي رییس سید کریم هاشمي د سوداګریزو لارو بندیدل د دواړو هیوادونو د سوداګرۍ او اقتصاد لپاره زیانمنونکي وګڼل او د دواړو هیوادونو د سوداګرۍ خونو ترمنځ یې په نږدې همکارۍ ټینګار وکړ.

هغه زیاته کړه: “که چیرې د پاکستان حکومت د بندرونو د بیا پرانیستلو واک د هغه هیواد د سوداګرۍ او صنایعو خونې ته سپارلی وي، نو افغان لوري هم چمتو دی چې دوی بیا پرانیزي.”

د پاکستان د سوداګرۍ او صنایعو خونې چارواکو دا هم وویل چې له افغانستان سره د لارو بندیدل د سوداګرۍ لپاره، په ځانګړي توګه د پاکستاني صادراتو لپاره زیانمنونکي دي.

د افغانستان د سوداګرۍ خونې وړاندیز وکړ چې راتلونکې غونډه راتلونکې اونۍ په جلال آباد کې د هر اړخ څخه د شپږو استازو په شتون کې ترسره شي؛ یو وړاندیز چې د پاکستاني لوري لخوا ومنل شو.

اړونده مقالې

نظرونه اضافه کړئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button