افغانستان
په پکتیا کې غیرقانوني وسلې او مهمات کشف او ضبط شول
د افغانستان د اسلامي امارت د کورنیو چارو وزارت اعلان وکړ چې د پکتیا ولایت د پولیسو د قوماندانۍ د لویې لارې د امنیت کنډک د پولیسو ځواکونو د خوست پل په پوسته کې د پلټنې په ترڅ کې درې غیرقانوني ټوپکونه او ۷۵۰ د ټوپک مرمۍ کشف او ضبط کړې.
د یادونې وړ ده چې دا وسلې او مهمات د نورو قانوني اقداماتو لپاره اړوندو چارواکو ته سپارل شوي دي.








