د هیواد د ترانسپورت او ملکي هوایي چلند وزارت په یوه مطبوعاتي اعلامیه کې اعلان وکړ چې د افغانستان او عمان سلطنت ترمنځ د کابل او مسقط ترمنځ مستقیم الوتنې پیل کولو لپاره یوه موافقه لاسلیک شوې ده.
وزارت دا موافقه د دواړو وروڼو هیوادونو ترمنځ د هوایي اړیکو د پراختیا لپاره یو مهم ګام وباله.
په مطبوعاتي اعلامیه کې راغلي چې د عمان د ترانسپورت وزیر هم ډاډ ورکړ چې له افغانستان سره به د ځمکني ترانسپورت په برخه کې همکاري پراخه شي.








