افغانستانویډیويي راپور
د جوزجان په ولایت کې د کورنیو تولیداتو درې ورځنی نندارتون پرانیستل شو
د کورنیو تولیداتو درې ورځنی نندارتون د ملي تولیداتو د ملاتړ او په هیواد کې د پانګونې هڅولو په هدف پرانیستل شو، چې د سیمه ییزو چارواکو، صنعتکارانو، سوداګرو او د جوزجان ولایت د یو شمیر اوسیدونکو په ګډون ترسره شو.
د تنظیم کونکو په وینا، په دې نندارتون کې د اوسپنې ویلې کولو، خوراکي توکو او غالۍ اوبدلو فابریکو محصولات په ۶۰ غرفو کې نندارې ته وړاندې شول.
نندارتون د کورنیو محصولاتو د معرفي کولو او بازار موندنې فرصت برابروي او د سیمه ییز اقتصاد په پیاوړتیا کې به مهم رول ولوبوي.







