پاکستاني رسنیو راپور ورکړی چې د یوې افغانې ښځې چې فاطمه (۳۵ کلنه) او د دریو ماشومانو چې سونم (۱۱ کلنه)، آرزو (۳ کلنه) او ارمان (۲ کلنه) مړي پرون (۸ مرغومې ۱۴۰۴) د کراچۍ په سېند سهراب ګوټ سیمه کې په یوه استوګنځي کې ځړول شوي وموندل شول.
آرزو او ارمان د فاطمې ماشومان وو او سونم د نجیب الله لور ده چې د هغه د لومړي واده څخه ده.
سیمه ییزو پولیسو په لومړنیو تحقیقاتو کې دا پیښه ځان وژنه بللې، خو ټینګار یې کړی چې وروستۍ پایله به یې د شواهدو له بشپړې معاینې وروسته معلومه شي.
د فاطمې میړه او د پاکستان د پنجاب ایالت اوسیدونکی نجیب الله، پولیسو له خوا پوښتنې ګروېږنې شوې دي، او فاطمه یوه افغانه ده.








