افغانستان

د سختې واورې او طوفان له امله د سالنګ لویه لاره په موقتي ډول تړل شوې ده

د افغانستان اسلامي امارت د فواید عامې وزارت اعلان وکړ چې د سالنګ لویه لاره د تېرې شپې له ۲:۴۰ بجو څخه د درنو واورو، طوفانونو او محدود لید له امله تر بلې خبرتیا پورې د ټولو مسافر وړونکو او بار وړونکو موټرو پر مخ په موقتي ډول تړل شوې ده.

دا پریکړه د مرګ ژوبلې او مالي زیانونو د مخنیوي لپاره شوې ده.

د وزارت چارواکو له خلکو غوښتي چې د بیا پرانیستلو تر اعلان پورې سالنګ ته له سفر کولو ډډه وکړي.

د لویې لارې دواړو غاړو ته ټول موټرونه ایستل شوي دي او د سالنګ د ساتنې او څارنې ریاست پرسونل چمتو دي چې د طوفان له کمیدو او د هوا د ښه کیدو وروسته سړک پاک کړي او لویه لاره بیرته پرانیزي.

د خبرونو اړوند ویډیو د لاندې لینک څخه وګورئ

https://t.me/SafirTelevi

اړونده مقالې

نظرونه اضافه کړئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button