سیمه

القسام لواګانې د ابو عبیده او د هغوی د څو لوړ پوړو قوماندانانو شهادت تاییدوي

د حماس غورځنګ پوځي څانګې القسام لواګانې د ابو عبیده (حذیفه الکهلوت) د شهادت اعلان په یوه رسمي ویډیو پیغام کې د دې لواګانو د پخواني ویاند د معرفي کولو پرمهال وکړ.

په دې ویډیو پیغام کې، د القسام نوي ویاند د القسام لواګانو د عمومي قوماندان محمد سنور (ابو ابراهیم)، حکم عیسی (په لبنان او سوریه کې د جهادي فعالیتونو تاریخ لرونکی مشهور قوماندان)، محمد شبانه، رائد سعد او ابو عمر السوري په ګډون د لوړ پوړو قوماندانانو شهادت تایید کړ.

خبري سرچینو دا هم راپور ورکړی چې د ابو عبیده کورنۍ هم د اسراییلو په برید کې شهیده شوې ده؛ د هغه میرمن او درې کوچني ماشومان ورسره مړه شوي دي.

دا اعلان په داسې وخت کې راځي چې القسام د نوي ویاند په معرفي کولو سره د خپلو فعالیتونو دوام ټینګار کړی .

اړونده مقالې

نظرونه اضافه کړئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button