نړۍ

په مکسیکو کې د اورګاډي پټلۍ څخه لوېدل؛ ۱۳ کسان مړه او ۹۸ ټپیان دي

د مکسیکو په جنوب لویدیځ ایالت اوکساکا کې د مسافر وړونکي اورګاډي د پټلۍ څخه د لوېدو له امله لږ تر لږه ۱۳ کسان مړه او ۹۸ نور ټپیان شوي دي.

د بي بي سي په وینا، دغه اورګاډی چې د مکسیکو خلیج او ارام سمندر ترمنځ روان و، ۲۴۱ مسافر او نهه د عملې غړي یې لېږدول.

سیمه ییزو چارواکو ویلي چې د ټپیانو له ډلې ۳۶ یې په روغتون کې تر درملنې لاندې دي او د پېښې د لامل د معلومولو لپاره پلټنې پیل شوې دي.

اړونده مقالې

نظرونه اضافه کړئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button