افغانستانویډیويي راپور
د سفیر ښار راپور: | په مزار شریف کې د غالیو او لاسي صنایعو نندارتون
د دې اونۍ د سفیر تلویزیون ښار راپور کې، موږ د غالیو او لاسي صنایعو نندارتون څخه لیدنه وکړه، چې د بلخ ولایت د کډوالو او راستنیدونکو چارو ریاست په همکارۍ د څو غیر دولتي سازمانونو لخوا په مزار شریف کې د یوې ورځې لپاره ترسره شو.
د نندارتون ګډونوالو، چې ډیری یې نوي راستانه شوي کډوال دي، خپل لاسي غالۍ او لاسي صنایع نندارې ته وړاندې کړل.
دوی د دې نندارتون د ترسره کولو څخه خوښي څرګنده کړه او د کډوالو لپاره یې د ډیرو کاري فرصتونو د برابرولو او د داسې نندارتونونو د ډیر ځله ترسره کولو غوښتنه وکړه.







