نړۍ

د امریکا ډاکټرانو د انفلونزا د سختې خپرېدو خبرداری ورکړی

امریکايي ډاکټرانو خبرداری ورکړی چې سږ کال (۲۰۲۵-۲۰۲۶) د انفلونزا ویروس په قضیو کې د پام وړ زیاتوالی راغلی دی، او تر اوسه پورې لږترلږه ۱۹۰۰ کسان د دې ناروغۍ له امله مړه شوي دي، چې درې یې ماشومان دي.

د امریکا د ناروغیو کنټرول او مخنیوي مرکزونو (CDC) په وینا، د ۲۰۲۵ کال د دسمبر تر نیمایي پورې، شاوخوا ۴.۶ ملیون قضیې، ۴۹۰۰۰ روغتونونو کې بستر شوي او د مړینې دا شمیره ثبت شوې ده.

روغتیا متخصصینو د نوي کال د رخصتیو په جریان کې د کورنۍ سفرونو او غونډو له امله د ناروغۍ د لا خپریدو په اړه اندیښنه څرګنده کړې، او ټینګار کوي چې د لوړ خطر ګروپونه لکه ماشومان او د ۶۵ کلونو څخه پورته عمر لرونکي زاړه باید د مخنیوي تدابیر په جدي توګه ونیسي.

اړونده مقالې

نظرونه اضافه کړئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button