د روسیې د اومسک مرکزي محکمې یو ۲۳ کلن افغان ځوان ته د تیر اوړي (د جولای ۲۴، ۲۰۲۵) په لینین سړک کې د یو ځايي وګړي د چاقو وهلو په تور درې کاله بند سزا واوروله.
د روسیې رسنیو راپور ورکړ چې د بند سزا سربیره، تورن ته د پیښې ټپي شوي کس ته د ۷۰۰،۰۰۰ روبلو (شاوخوا ۷،۰۰۰ ډالر) د تاوان ورکولو امر هم شوی دی.
دا سزا په داسې وخت کې ورکړل شوه چې په روسیه کې د کډوالو ترمنځ د تاوتریخوالي جرمونو ورته قضیې کله ناکله د قوي ټولنیزو غبرګونونو سره مل وي.








