سیمه

داعش د سوریې په حمص ښار کې د امام علي (ع) په جومات کې د چاودنې مسؤلیت په غاړه واخیست

د داعش ترهګرې ډلې د سوریې په مرکزي برخه کې د حمص ښار په وادي الذهب سیمه کې د امام علي (ع) په جومات کې د چاودنې مسؤلیت په غاړه واخیست.

د تازه راپورونو له مخې، چاودنه چې د جمعې د لمانځه پر مهال وشوه، ۸ تنه پکې ووژل شول او ۲۷ نور ټپیان شول.

د شهیدانو شمېر مخکې له دې ۵ او د ټپیانو شمېر ۲۱ اعلان شوی و، چې لومړني تحقیقات ښيي چې چاودنه د جومات دننه د ایښودل شویو بمونو له امله رامنځته شوې ده.

د ژغورنې ځواکونه سمدلاسه د پیښې ځای ته واستول شول او ټپیان روغتونونو ته یوړل شول.

دا برید د هیواد په مرکزي سیمو کې د نسبي ارامۍ وروسته په سوریه کې د داعش لومړی ادعا شوی عمل دی.

اړونده مقالې

نظرونه اضافه کړئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button