نړۍ
روسیه د وینزویلا د متحده ایالاتو د سمندري ځواکونو محاصره “سمندري غلا” بولي
د روسیې د بهرنیو چارو وزارت ویاندې ماریا زاخارووا د پنجشنبې په ورځ (د مرغومې ۵ مه ۱۴۰۴ ) د وینزویلا د کښتیو د سمندري محاصرې او نیولو په برخه کې د متحده ایالاتو اقدامات “سمندري غلا او لوټماري” سره پرتله کړل.
زاخارووا وویل: “نن موږ په کارابین سمندر کې د بشپړې بې قانونۍ شاهدان یو، چیرې چې د نورو خلکو د ملکیت غلا، دا هغه سمندري غلا او لوټماري ده چې له ډیرې مودې راهیسې هېره شوې وه، بیا راژوندۍ کیږي.”
دا څرګندونې د وینزویلا په وړاندې د متحده ایالاتو د تیلو بندیزونو د سختولو او د خامو تیلو د لیږدونکو څو ټانکرونو د نیولو په ځواب کې شوې دي.
روسیې مخکې د واشنګټن د اقداماتو غندنه کړې او د نیکولاس مادورو د حکومت لپاره یې خپل کلک ملاتړ څرګند کړی دی.








