افغانستان

په هرات کې د شاوخوا ۴ میلیارده افغانیو په ارزښت د ۹ لویو برېښنا پروژو پرانیسته

د اقتصادي چارو مرستیال، ملا عبدالغني برادر اخوند، په هرات ولایت کې د ۳.۹۸ میلیارده افغانیو په ارزښت د ۹ لویو برېښنا لیږد او ویش پروژو د پرانیستې په مراسمو کې د برېښنا تولید د صنعت د ودې او د هېواد د اقتصادي پرمختګ لپاره اړین وباله.

د اقتصادي چارو مرستیال وویل: “موږ وکولای شو په لنډ وخت کې د برېښنا تولید په برخه کې لوی او مهم ګامونه پورته کړو.”

د ملا برادر په وینا، په هرات ولایت کې د درې میلیارده افغانیو څخه زیاتو ارزښت لرونکو برېښنا لویې پروژې پلي کیږي، او دا اقدامات د انرژۍ زیربنا د پیاوړتیا او د هېواد د صنعتي پراختیا د ملاتړ لپاره د حکومت د هڅو یوه برخه ده.

دا پروژې به د هرات صنعتي او استوګنیزو سیمو ته د دوامداره برېښنا په برابرولو کې مهم رول ولوبوي.

اړونده مقالې

نظرونه اضافه کړئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button