افغانستانسیمه

په تهران کې د افغانستان سفارت مشر د چابهار آزادې سیمې له اجرایوي رییس سره وکتل

په تهران کې د افغانستان د اسلامي امارت د سفارت مشر مولوي فضل محمد حقاني، د ایران د چابهار آزادې سیمې سازمان د مدیره پلاوي رییس او اجرایوي رییس ډاکټر محمد سعید اربابي سره په چابهار ښار کې ولیدل.

په تهران کې د افغانستان سفارت په خپل ایکس پاڼه کې اعلان وکړ چې په دې غونډه کې دواړو خواوو د افغانستان او ایران ترمنځ د اقتصادي او سوداګریزو اړیکو پر پراختیا ټینګار وکړ او د صادراتو د اسانتیا، د سوداګرۍ تبادلې زیاتولو، د ټرانزیټ پراختیا او د موجوده ننګونو د حل لپاره د چابهار آزادې سیمې د ظرفیتونو د اغیزمنې کارونې په اړه بحث او نظرونه تبادله کړل.

دا غونډه د دواړو ګاونډیو هیوادونو ترمنځ د اقتصادي اړیکو د پیاوړتیا لپاره د ډیپلوماتیکو هڅو یوه برخه ده، او د چابهار آزاده سیمه، د افغانستان د خلاصو اوبو ته د لاسرسي لپاره د یوې مهمې ټرانزیټ دروازې په توګه، په دې اړیکو کې کلیدي رول لوبوي.

د دواړو خواوو چارواکو هیله څرګنده کړه چې دا ډول غونډې به د ګډو پروژو پلي کولو او د دوه اړخیزې سوداګرۍ حجم زیاتولو لامل شي.

اړونده مقالې

نظرونه اضافه کړئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button