ایراني رسنیو د خراسان رضوي ولایت د سرحدي ځواکونو د قوماندان په حواله راپور ورکړی چې یو شمېر افغان وګړي چې په غیرقانوني ډول د ګډې پولې څخه د تېرېدو هڅه کوله د سختې سړې هوا له امله مړه شوي دي.
ایراني چارواکي د مړو دقیق شمېر اعلان نه کړ، خو ویې ویل چې د دوی جسدونه د دوغارون پولې له لارې د افغانستان اسلامي امارت چارواکو ته سپارل شوي دي.
هغه دا هم زیاته کړه چې د ایران سرحدي ځواکونو یو شمېر نور افغان کډوال د یخنۍ له امله له مرګ څخه ژغورلي دي.
مخکې له دې، په هرات کې سیمه ییزو چارواکو رسنیو ته ویلي وو چې د افغانستان او ایران ترمنځ په ګډه پوله کې د سختې سړې هوا له امله درې کسان مړه شوي دي.
دا پیښه په داسې وخت کې رامنځته کیږي چې د ژمي موسم رارسیدو او د یخنۍ شدت د کډوالو لپاره د غرنیو پولو څخه د غیرقانوني تېرېدو خطر زیات کړی دی.








