افغانستان
د سالنګ لویه لاره د مسافر وړونکو موټرو پر مخ بیا پرانیستل شوه
د افغانستان د اسلامي امارت د فواید عامې وزارت ویاند محمد اشرف حق شناس اعلان وکړ چې د سالنګ لویه لاره د ساتنې او څارنې ریاست د کارکوونکو له خوا د شپې او ورځې هڅو وروسته د دواړو خواوو د مسافر وړونکو موټرو پر مخ بیا پرانیستل شوه.
د هغه په وینا، د واورې د ښویېدو د پاکولو عملیات دوام لري ترڅو بار وړونکي موټرونه هم ژر سفر وکړي.
دا لویه لاره پرون سهار (یکشنبه، ۲۰ لیندۍ ۱۴۰۴) د درنو واورو او د هوا د خرابوالي له امله د ټولو موټرو پر مخ وتړل شوه.
د فواید عامې وزارت ویاند له موټر چلوونکو وغوښتل چې په دې لاره د سفر پر مهال د ترافیکي قوانینو اطاعت وکړي، د واورې زنځیرونه ولري او د ژمي اړین وسایل ولري.
د خبرونو اړوند ویډیو د لاندې لینک څخه وګورئ
https://t.me/SafirTelevision1/27552








