د کډوالو د حل عالي کمیسیون د راپور له مخې، پرون له ایران او پاکستان څخه له ۳۹۰۰ څخه زیات افغان کډوال په زوره هیواد ته راستانه شوي دي.
د اسلامي امارت مرستیال ویاند حمدالله فطرت د دې کمیسیون د دارالانشاء کمیټو ورځنی راپور خپور کړ، چې له مخې یې ۷۱۳ کورنۍ، چې ۳۹۲۶ کسان پکې شامل دي، د اسلام کلا (هرات)، پل ابریشم (نیمروز)، سپین بولدک (کندهار)، بهرام چه (هلمند) او تورخم (ننګرهار) له پولو څخه افغانستان ته داخلې شوې دي.
د ښاغلي فطرت په وینا، په همدې ورځ، ۱۷۸۸ راستنې شوې کورنۍ (۷۶۶۹ کسان) خپلو اصلي سیمو ته انتقال شوې او ۱۰۵۵ کورنیو ته اړینې مرستې ورکړل شوې دي.
دا په داسې حال کې ده چې تېره ورځ ۵۴۱۲ افغان کډوال له ایران او پاکستان څخه په زوره ایستل شوي او هیواد ته راستانه شوي دي.
اسلامي امارت ټینګار کوي چې د کډوالو د پراخې راستنیدو د مدیریت او هغوی ته د لومړنیو مرستو رسولو لپاره کار کوي.








