نړۍ

په مسکو کې د موټر بم په چاودنه کې یو روسی جنرال ووژل شو

د روسیې د تحقیقاتو کمیټې اعلان وکړ چې د هیواد د پوځ د لوی درستیز د عملیاتي روزنې د څانګې مشر ډګر جنرال فانیل سروروف د دوشنبې په ورځ (د مرغومي په لومړۍ نیټه، ۱۴۰۴) په مسکو کې د موټر بم په چاودنه کې ووژل شو.

د نړیوالو رسنیو د راپورونو له مخې، د روسیې د تحقیقاتو کمیټې ویلي چې د څیړنې لاندې یو له اصلي فرضیو څخه دا وه چې بم د اوکراین د ځانګړو ځواکونو لخوا ځای پر ځای شوی و.

دا پیښه د روسیې د پوځي او امنیتي چارواکو په وړاندې د وژنو او هدفمند بریدونو په لړۍ کې وروستۍ ده، چې ځینې یې مخکې کیف مسؤلیت په غاړه اخیستی و.

د ۲۰۲۴ کال په دسمبر کې، د اوکراین د امنیت خدماتو (SBU) د لوړ پوړي روسي افسر په وړاندې د ورته برید مسؤلیت په غاړه واخیست.

تر اوسه پورې، اوکراین د پیښې په اړه رسمي غبرګون نه دی خپور کړی او د روسیې د کمیټې تحقیقات روان دي.

اړونده مقالې

نظرونه اضافه کړئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button