افغانستانسیمه

د افغان کډوالو کمپ ته نږدې د پاکستاني پولیسو پر موټر برید وشو؛ کمپ سمدلاسه خالي شو

د کوهاټ سړک په اوږدو کې د افغان کډوالو کمپ ته نږدې د پاکستاني پولیسو پر موټر له برید وروسته، د هیواد پولیسو او سیمه ییزو چارواکو د کمپ د سمدستي خالي کولو امر وکړ.

پاکستاني رسنیو راپور ورکړ چې په برید کې د پولیسو موټر لږ زیانمن شوی، خو د مرګ ژوبلې راپور نه دی ورکړل شوی.

د سرچینو په وینا، بریدګر له برید وروسته له سیمې تښتیدلي او پولیس ځواکونه ونه توانیدل چې هغوی ونیسي.

اړونده مقالې

نظرونه اضافه کړئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button