افغانستان
د کابل په مندوي کې لویه اورلګېدنه؛ له ۷۰۰،۰۰۰ ډالرو څخه زیات زیان
د افغانستان د اسلامي امارت د کورنیو چارو وزارت ویاند عبدالمتین قانع اعلان وکړ چې د یکشنبې په سهار (۳۰ د لیندۍ ۱۴۰۴) د کابل ښار په مندوي سیمه کې د اورلګېدنې له امله ۱۰ ګودامونه او ۸ دوکانونه په بشپړه توګه ویجاړ شوي دي.
د ښاغلي قانع په وینا، د پیښې اصلي لامل د بریښنا شارټ سرکټ و او اورلګېدنې شاوخوا ۷۰۰،۰۰۰ ډالرو مالي زیان اړولی دی.
د کورنیو چارو وزارت ویاند زیاته کړه چې اور وژونکي په چټکۍ سره د پیښې ځای ته واستول شول او د اور کنټرول یې وکړ ترڅو ګاونډیو سیمو ته د خپریدو مخه ونیسي.
تر اوسه پورې، په پیښه کې د مرګ ژوبلې یا ټپي کیدو راپور نه دی ورکړل شوی؛ اړوند چارواکي د پیښې جزئیات په تفصیل سره څېړي.








