Uncategorized
د لغمان په مرکز او ولسوالیو کې د ۱۹ ملیون افغانیو څخه زیاتو په لګښت د ۹ ښوونځیو بیارغونه
د لغمان ولایت په مرکز او د دولت شاه، علیشنګ، قرغیو او علینګر ولسوالیو کې د ۹ ښوونځیو بیارغونه د کاور بنسټ په مالي ملاتړ سره د ۱۹ ملیون، ۳۷۸،۹۳۷ افغانیو په ټولیز لګښت بشپړه شوې ده.
په دې پروژه کې د ښوونځیو رنګول، عایق کول، د الماریو او دروازو ترمیم، د چتونو جوړول او ترمیم او نورې اړینې برخې ترسره شوې دي.
دا اقدام د لغمان ولایت د تعلیمي زیربناوو د ښه والي او د زده کونکو لپاره د غوره چاپیریال د برابرولو لپاره شوی دی.





