افغانستاننړۍ

د هند او افغانستان د روغتیا وزیرانو لیدنه؛ هند د بشري مرستو پر دوام ټینګار کوي

د هند د روغتیا وزیر جګت پرکاش نیدا د افغانستان د اسلامي امارت د عامې روغتیا وزیر نور جلال جلالي سره ولیدل او خبرې یې وکړې.

د هند د روغتیا وزارت د یوې مطبوعاتي اعلامیې له مخې، هیواد یو ځل بیا د روغتیا په برخه کې د بشري مرستو او همکارۍ د دوام په ژمنه ټینګار کړی، په ځانګړې توګه افغانستان ته د درملو اوږدمهاله رسولو په برخه کې.

د دې غونډې په جریان کې، د سرطان ضد درملو او واکسینونو سمبولیک سپارل وشول، چې د افغانستان د خلکو د روغتیا اړتیاوو د ملاتړ لپاره د هند ژمنتیا ښیي.

هند ډاډ ورکړی چې د درملو، واکسینونو او د 128 سلائسو CT سکین ماشین په ګډون به یوه لویه بار افغانستان ته واستول شي.

اړونده مقالې

نظرونه اضافه کړئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button