د پاکستان او افغانستان د سوداګرۍ ګډې خونې (PAJCCI) اعلان وکړ چې د دواړو هیوادونو ترمنځ د ټرانزیټي لارو تړلو تر دې دمه د پاکستان سوداګرۍ ته له ۴.۵ ملیارد ډالرو څخه ډیر زیان رسولی دی.
پاکستاني رسنیو د دې خونې له قوله ویلي چې د لارو د تړلو دمخه، د کرنې او ساختماني فصل په جریان کې هره ورځ له پاکستان څخه افغانستان ته د ۵۰ ملیون ډالرو څخه تر ۶۰ ملیون ډالرو پورې صادرات کېدل.
د پاکستان او افغانستان د سوداګرۍ ګډې خونې خبرداری ورکړ چې که وضعیت همداسې دوام وکړي، نو د دسمبر – مارچ په موده کې به موسمي صادرات لکه مالټ او کچالو شاوخوا ۲۰۰ ملیون ډالرو اضافي زیان سره مخ شي.
دې خونې د دواړو هیوادونو له چارواکو وغوښتل چې د سرحدي شخړو د حل لپاره کار وکړي او لارې ژر تر ژره پرانیزي ترڅو دوه اړخیزه سوداګري، چې په کلني ډول د ملیاردونو ډالرو ارزښت لري، د نورو زیانونو څخه وژغورل شي.








