افغانستانسیمه

په کابل کې د قرغزستان د سوداګرۍ خونې رسمي پرانیستنه

د افغانستان د اسلامي امارت د صنعت او سوداګرۍ وزارت اعلان وکړ چې د قرغزستان د سوداګرۍ خونې د چهارشنبې په ورځ (۲۶ د لیندۍ ۱۴۰۴) په کابل کې په رسمي ډول پرانیستل شوه.

دا مراسم د افغانستان د اسلامي امارت د صنعت او سوداګرۍ وزیر نورالدین عزیزي، د قرغزستان د اقتصاد او سوداګرۍ وزیر بیکیت صدیقوف او د دواړو هیوادونو د خصوصي سکتورونو د استازو او فعالانو د یوې ډلې په شتون کې ترسره شول.

د قرغزستان د سوداګرۍ خونې پرانیستنه د افغانستان او قرغزستان ترمنځ د سوداګرۍ او اقتصادي اړیکو د پیاوړتیا او بنسټیز کولو لپاره یو مهم ګام دی.

دا مرکز به د همکارۍ پراختیا، د سوداګرۍ تبادلې زیاتولو، د دواړو هیوادونو د سوداګرو ترمنځ د اړیکو د اسانتیا او د ګډو پانګونو د هڅولو لپاره اساس برابر کړي.

دا اقدام د پخوانیو تفاهمونو پر بنسټ او قرغزستان ته د اسلامي امارت د پلاوي د سفر په پایله کې پلي شو.

چارواکي هیله لري چې د قرغزستان د سوداګرۍ خونې به د سیمه ایزې سوداګرۍ په پراختیا او د ډیرو پانګونو په راجلبولو کې اغیزمن رول ولوبوي.

اړونده مقالې

نظرونه اضافه کړئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button