افغانستان
په مزار شریف کې اووه قماربازان ونیول شول
د بلخ ولایت د پولیسو د قوماندانۍ مطبوعاتي دفتر اعلان وکړ چې د ولایت د دوهمې امنیتي حوزې پولیسو په سیمه کې د قمار وهلو په تور اووه کسان نیولي دي.
د چهارشنبې په ورځ (۱۶ لیندۍ ۱۴۰۴) د یوې مطبوعاتي اعلامیې له مخې، دا کسان د قمار وهلو پرمهال نیول شوي دي.
د بلخ پولیسو ټینګار وکړ چې د لومړنیو څېړنو وروسته به د دې کسانو قضیې د قانون سره سم د محاکمې لپاره عدلي او قانوني ادارو ته وسپارل شي.
د بلخ د پولیسو قوماندانۍ ویلي چې د قمار په ګډون د اخلاقي او ټولنیزو جرمونو سره مبارزه د دوی له لومړیتوبونو څخه ده او د دې ډول عملیاتو د دوام اعلان یې کړی دی.








