افغانستان
د مالیې وزارت د متقاعدینو د معاشونو د ورکړې پنځم مهالویش اعلان کړ
د افغانستان اسلامي امارت د مالیې وزارت د متقاعدینو د معاشونو د ورکړې پنځم مهالویش خپور کړ.
د وزارت د اعلامیې له مخې، په دې پړاو کې به د شپږو ادارو د متقاعدینو معاشونه چې پکې د بریښنا شرکت، د ښاري اوبو رسولو او کانالیزیشن شرکت عمومي ریاست، د کار او ټولنیزو چارو وزارت، د ملي راډیو او تلویزیون ریاست، د مالیې وزارت او د کورنیو چارو وزارت شامل دي، ورکړل شي.
د تادیې پروسه به د روان کال د جدې په ۲۰مه پیل شي او د ۱۴۰۵ هجري قمري کال د حرم تر پایه پورې به دوام وکړي.
دا اقدام د مالیې وزارت د هغو هڅو یوه برخه ده چې د مختلفو دولتي ادارو د متقاعدینو د معاشونو د ورکړې منظم او ګړندي کوي او تمه کیږي چې متقاعدینو ته به اطمینان ورکړي.








