د افغانستان د اسلامي امارت د مالیې وزارت د ګمرکونو او عوایدو مرستیال وزیر عبدالمتین سعید له یو شمېر هندي پانګوالو سره ولیدل او په هیواد کې یې د پانګونې فرصتونو په اړه بحث وکړ.
د مالیې وزارت د یوې مطبوعاتي اعلامیې له مخې، ښاغلي سعید په دې غونډه کې ټینګار وکړ چې اسلامي امارت د صنعتکارانو او سوداګرو لپاره د پام وړ اسانتیاوې برابرې کړې دي او د نورو اسانتیاوو د رامنځته کولو لپاره هڅې روانې دي.
هغه زیاته کړه چې د افغانستان او هند ترمنځ د سوداګرۍ او پانګونې اړیکې پراخېږي.
هندي پانګوالو په دې غونډه کې ژمنه وکړه چې د انساني او وترنري درملو په تولید، د کرنې او کانونو په برخه کې د عصري ټیکنالوژۍ په پلي کولو او همدارنګه په اړوندو برخو کې د افغان کادرونو لپاره د ظرفیت لوړولو پروګرامونو په ترسره کولو کې پانګونه وکړي.
دا غونډه د نسبي ثبات له رامنځته کیدو وروسته د افغانستان په بازار کې د بهرنیو پانګوالو د زیاتیدونکې لیوالتیا نښه ده.








