نړۍ

د روسیې هوايي دفاع ۱۴۱ اوکرایني بې پیلوټه الوتکې ویشتلي دي

د روسیې دفاع وزارت په خپل ورځني راپور کې اعلان وکړ چې د هیواد د هوايي دفاع سیسټمونو تیره شپه ( د لیندۍ ۲۳ مه ۱۴۰۴) په مختلفو سیمو کې ۱۴۱ اوکرایني بې پیلوټه الوتکې ویشتلي دي.

د وزارت د راپور له مخې، د شپې په اوږدو کې ټولټال ۲۳۵ برید کوونکي بې پیلوټه الوتکې وویشتل شوې، چې ډیری یې (۱۴۱) په بشپړه توګه ویجاړې شوې دي.

د دې بې پیلوټه الوتکو بریدونو په عمده توګه د روسیې پولې او داخلي سیمې په نښه کړې، مګر د جدي زیان یا تلفاتو راپور نه دی ورکړل شوی.

د روسیې دفاع وزارت دا عملیات د روسیې زیربناوو د برید لپاره د اوکراین د روانو هڅو یوه برخه وبلله.

اړونده مقالې

نظرونه اضافه کړئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button