افغانستانسیمه

اسلامي امارت به په تهران کې د سیمې د هېوادونو د ځانګړو استازو په غونډه کې ګډون ونکړي

د افغانستان د اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت د عامه اړیکو رییس ضیا احمد تکل له رسنیو سره په مرکه کې تایید کړه چې افغان حکومت ته د افغانستان په اړه د ځینو سیمه ییزو هېوادونو د ځانګړو استازو په غونډه کې چې ټاکل شوې ده په تهران کې جوړه شي، بلنه ورکړل شوې ده؛ خو اسلامي امارت به په دې غونډه کې ګډون ونکړي.

ښاغلي تکل د نه ګډون دلیل په لاندې ډول تشریح کړ: “افغانستان اوس مهال د سیمه ییزو جوړښتونو او سازمانونو له لارې د سیمې له هېوادونو سره فعالې اړیکې لري او په دې برخه کې ښه پرمختګ شوی دی.”

هغه زیاته کړه چې د بهرنیو چارو وزارت د موجوده سیمه ییزو دریځونو په پیاوړتیا باور لري او دا چلند د سیمه ییز تفاهم او همکارۍ د پراخولو لپاره ډیر اغیزمن ګڼي.

غونډه به د افغانستان په مسلو تمرکز وکړي او د اسلامي امارت د رسمي استازو له شتون پرته به ترسره شي.

اړونده مقالې

نظرونه اضافه کړئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button